کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): اروپايي ټولنې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۶۰ میلیونه یورو او پاکستان کې له افغان کډوالو سره یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ۶۰ میلیونه یورو به د هغو بنسټونو له لوري ولګول شي چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستې کوي او یو میلیون یورو به په پاکستان کې هغه بنسټونه ولګوي چې له افغان کډوالو سره مرستې کوي.
سرچینه زیاتوي، دا مرسته پر هغو ۹۴ میلیونه یورو بشري مرستو سربېره ده چې دې ټولنې د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیله له افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګڼ شمېر افغان کډوال په زور له دغه هېواد ایستلي او دا لړۍ روانه ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني وړمه ورځ (دوشنبه) ویلي وو چې د اټکل له مخې، د تورخم او سپینبولدک له لارې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن