غزنيښار (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني والي امینجان عمري د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې رسنیو ته وویل، د دغه ولایت اړوند ۷ ولسوالیو ناوه، دهیک، ګیلان، مقر، اببند، ګېرو او واغظ کې ۱۴ ټولګټي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې په هغو کې ۸ چکډیمونه، څلور کانالونه او دوه استنادي دېوالونه شامل دي.
نوموړي زیاته کړه: «دغه پروژې د UNDP او DANIDA موسسو د ۸۵۰ زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته او DRC په همکارۍ پلې شوې دي.»
هغه ویلي، په دغو پروژو کې چې چارې یې یو کال مخکې د خلکو په غوښتنه پیل شوې وې او اوس پای ته ورسېدې، ۳۵۰۰ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د نوموړي په خبره چې یادو کسانو ته له ۴۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو ورځ مزدوري ورکول کېده او ۶۵ زره کسان به له پلې شوو پروژو مستقیمه ګټه اخلي.
د غزني والي د موسسو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې حکومت یې ملاتړ کوي او کارونو ته یې د زمینې په برابرولو کې هم همکاري ورسره کوي.
هغه دسیمي له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې د خپلو سیمو پروژو په ساتنه کې مرسته وکړي څو زیان ورته ونه رسېږي.
دغه راز د غزني ولاړو اوبو رییس مولوي شفیقالله منصورعمر یادې پروژې د غزني مېشتو لپاره حیاتي وبللې.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دغو پروژو په پرانیستلو خوښي څرګندوي او وايي، د چکډیمونو په جوړېدو سره په سیمه کې د اوبو کچه لوړه شوې او راتلونکی کال به یې د زراعت او اقتصاد له اړخه ښه وي.
د ناوې ولسوالۍ د قاسمخېلو سیمې قومي مشر محمداکبر وایي، له دې مخکې یې په سیمه کې د اوبو کچه ډېره ټیټه وه، خو اوس د چک ډیمونو له جوړېدو وروسته لوړه شوې ده.
هغه وویل: «دې چکډیمونو زموږ لپاره ډېره ګټه کړې؛ په سیمه کې د تېرو کلونو وچکالیو له امله د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې وه، خو اوس اوبو سطحه لوړه شوې، کارېزونه راوتلي او برمې هم په فشار اوبه غوځوي.»
د قاسمخېلو بل قومي مشر اخترمحمد وایي، د غزني د خلکو اقتصاد تر پخوا ډېر کمزوری شوی؛ زرګونه کسان اوس مهال په کلیو او بانډو کې د کار او ډوډۍ په لټه دي، دولت او موسسو ته په کار ده چې غزني کې وزګارو کسانو ته د ورته پروژو له لارې بوختیاوې پيدا کړي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن