Language

له سوېلي افریقا تر ماتې وروسته د کرکټ نړۍوال جام کې د افغانستان بریالی سفر پای ته ورسېد

اټلانټا (پژواک،  ۱۹ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا افغانستان ته په ماتې ورکولو سره په دغه جام کې د افغانستان بریالی سفر پای ته ورسېد.

افغانستان خپله وروستۍ لوبه د لړم په ۱۹مه د جمعې په ورځ د هند په احمداباد ښار کې وکړه؛ د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کرکټ ملي لوبډلې ښه پیل وکړ او دواړو پیلیزو لوبغاړو ۴۰ منډې وکړې خو ورپسې په وقفه یې ډول د افغانستان لوبغاړي وسوځېدل خو عظمت‌الله عمرزي تر اخره پورې د سوېلي افریقا د توپ‌اچوونکو مقابله وکړه او په ۹۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د ملي لوبډلې له لوري نوراحمد او رحمت‌شاه ۲۶، ۲۶، رحمن‌الله ګربز ۲۵، ابراهیم ځدراڼ ۱۵ او راشدخان ۱۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان ټوله لوبډله په پنځوسو  اورونو کې په ۲۴۴ منډو وسوځېده او سوېلي افریقا ته یې د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ.

سوېلي افریقا دغه هدف په اته څلوېښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، افریقا لا د مخه نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې ده.

افغانستان د نړۍوال جام د نومرو په جدول کې اوس شپږم مقام لري، خو که انګلیستان پاکستان ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړي، نو ښایي افغانستان پنځم مقام ته پورته شي او پاکستان شپږم مقام ته ښکته شي.

دا درېیم ځل دی چې افغانستان د یوه ورځني کرکټ په نړیوال جام کې ګډون کوي، له دې مخکې په ۲۰۱۵ کال کې یې د لومړي ځل لپاره ګډون کړی و، خو یوازې له سکاټلینډه لوبه ګټلې وه.

دغه راز بیا په ۲۰۱۹ کال کې یې په نړیوال جام کې ګډون وکړ، خو نهه واړه لوبې یې وبایللې او هېڅ یوه لوبه یې ونه ګټله.

خو دا ځل افغانستان نه یواځې څلور لوبې وګټلې بلکې تر وروستۍ لوبې پورې  سیمي فاینل ته د رسېدلو چانس یې درلود.