Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا یوه پوځي الوتکه په مدیترانه بحیره کې غورځېدلې

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): په اروپا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ اعلان کړی چې په مدیترانه بحیره کې یې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په اروپا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ د لړم په ۲۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا نظامي الوتکه د تمریناتو پر مهال د شنبې په شپه په مدیترانه بحیره کې غورځېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یاده الوتکه د روزنې په ماموریت بوخته وه، خو د الوتکې د غورځېدلې د کره ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځیانو کورنیو ته د درناوي له مخې دوی دمګړۍ د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه شریکوي.

د امریکا پوځ ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې ده، تېره میاشت د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جګړې پیلېدو سره سم امریکا مدیترانه بحیرې ته یوه جنګي بېړۍ لېږلې ده.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.