[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل حکومت له خوا په زوره د افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
عمران خان چې په بېلابېلو قضیو کې نیول شوی او اوس په زندان کې شپې سبې کوي، په یوه پیغام کې ویلي چې افغان کډوالو سره باید ناسم چلند نور ودرول شي.
د هغه مدافع وکیل شېر افضل خان مروت له عمران خان سره له لیدنې وروسته د افغان کډوالو په اړه د نوموړي پیغام خبریالانو ته واورول.
عمران خان زیاته کړې چې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ځلې کابل ته سفر وکړ او له افغانستان سره یې د اړیکو ښه کولو هڅې وکړې.
خو هغه د پاکستان پر سرپرست حکومت نیوکې وکړې چې هیڅکله یې د اړیکو ښه کولو هڅه ونه کړه.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند یوه مشر بلاول بوټو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د موقت حکومت پر پالیسۍ د نیوکې په ترڅ کې ویلي، باید د ملکي افغانانو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشي.
هغه په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت پالیسۍ یو لړ پوښتنې راپورته کړې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د خلکو پر خلاف اقدامات د هدف په ترلاسه کولو کې هیڅکله مرسته نه شی کولای.
د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې له خپلې خاورې ۱ میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده کډوال باسي او د راپورونو له مخې، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د بشري حقونو د ټولنو او ملګروملتونو له انتقادونو سره هم مخ شوی دی.
[/restrict]