[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان او عربي هېوادونو په ګډه سرمشریزه غونډه کې د غزې کلابندۍ او هوایي بمباریو د ختمولو ترڅنګ هلته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
دغه سرمشریزه غونډه د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د سعودي عربستان په ریاض ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ایران، ترکیې، سوریې ، قطر او ګڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو ګډون کړي و.
د سعودي عربستان په کوربهتوب له یادې غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي او عربي هېوادونو ولسمشرانو او چارواکو د فلسطین او غزې پر وضعیت تفصیلي بحث وکړ.
په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې اسراییلو سره د نظامي مرستو او وسلو ورکولو لړۍ دې ودرول شي.
په اعلامیه کې د غزې د کلا بندۍ ژر تر ژره پای ته رسولو او هلته د بشري مرستو رسولو غوښتنه هم شوې ده.
د اسلامي هېوادونو مشرانو او استازو پر غزې اسراییلي ځواکونو ړندو بمباریو سخته غندنه وکړه او دا یې جنګي جنایت یاد کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسراییل کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې اقصی جومات د دوی لپاره سره کرښه ده او د ساتلو لپاره یې هرې قربانۍ ته چمتو دي.
د یادونې ده، له تېرې میاشتې راهیسې په غزې د اسراییلي ځواکونو هوایي بریدونو له امله د ۴۵۰۰ ماشومانو په ګډون ۱۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۵ زره نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په دې جګړه کې ۱۴۰۰ اسراییليان هم وژل شوي او تر پنځو زرو پورې ټپیان دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP