ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې ټوله نړۍ کې نږدې دوه زره د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي

له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې ټوله نړۍ کې نږدې دوه زره د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي

author avatar
12 Nov 2023 - 15:27
له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې ټوله نړۍ کې نږدې دوه زره د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي
author avatar
12 Nov 2023 - 15:27

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): ګلوبل ویټنس موسسې په یوه راپور کې لیکلي چې ټوله نړۍ کې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې لږ تر لږه ۱۹۱۰ د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي، دې موسسې له دولتونو غوښتي څو داسې قانونونه پلي کړي چې د چاپېریال‌ساتنې فعالان خوندي وي.

رویټرز د بریتانیایي موسسې له قوله راپور ورکړی چې یاد د چاپېریال‌ساتنې فعالانو د غیرقانوني او سوداګریزو ګټو پر وړاندې د طبیعت د ساتنې په برخه د هڅو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

د ګلوبل ویټنس موسسې د راپور پر بنسټ، کلمبیا تېر کال د ۶۰ وژنو په درلودو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره درلوده.

له دې مخکې یادې موسسې ویلي وو چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ټوله نړۍ کې نږدې ۲۰۰ د چاپېریال‌ساتنې فعالان وژل شوي دي.

«ګلوبل ویټنس» موسسې له دولتونو غوښتي څو داسې قانونونه پلي کړي چې د چاپېریال‌ساتنې فعالان خوندي شي، ځکه د دې موسسې د مسوولینو په وینا د چاپېریال‌ساتنې د فعالانو شتون د ځمکې له تودوخې او اقلیمي بدلونونو څخه د نړۍ ژغورلو اړینه سرمایه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.