کندوزښار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): له پاکستانه کندوز ولایت ته راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید د ژمي له رسېدو مخکې دغه ستونزه حل کړي.
په دې اړه له پاکستانه کندوز ته تازه راستون شوي کډوال جمعهالدين پژواک ته وویل چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نه شي کولای په دغه ډول خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
هغه زیاتوي: «پاکستان مونږ سره ډېر ظلم وکړ، مونږ ته یې هیڅ هم پری نه ښودل، ټول شیان رانه چور کړل، مونږ له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړو چې د ژمي له رسېدو وړاندې، که نور څه نه وي سرپناه خو راته جوړ کړي.»
دغه راز یو بل کډوال عبدالله جان هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې نوي راستانه شوي کډوال د نورو ستونزو سربیره د سرپناه برخه کې هم ډېرې ستونزې لري.
هغه زیاتوي: «نوي راغلي کسان له سختو مشکلاتو سره مخ دي، کور نه لري، اقتصادی مشکلات يې ډېر دي، ډېر شیان ترې په پاکستان کې پاتې دي، نو باید کمک ورسره وشي.»
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته د کندوز د کډوالو چارو رییس عبدالولي محمدي پژواک ته وویل چې به تېره یوه میاشت کې د تورخم او سپینبولدک له لارې ۲۵۰۰ کورنۍ کډوال کندوز ولایت ته راغلې دي.
هغه وايي: «٢٥٠٠ کورنی په تېرې یوې میاشت کې کندوز ته راغلې، مونږ کندوز کې ٢٠ زره جریبه ځمکه د مهاجرینو لپاره لرو، انشاءالله کله چې د امیرالمؤمنين فرمان صادر شو، مونږ به ورته دغه ځمکې وویشو او سرپناه مشکل به يې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له لوري له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او تر دې دمه د کندهار د سپینبولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارې شاوخوا درې سوه زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن