کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړۍوال جام سیالیو کې له لوبېدو او انګلستان، پاکستان، سریلانکا او نیدرلینډ لوبډلو ته له ماتې وروسته نن بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د کابل ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي د کرکټ ملي لوبډلې هرکلي لپاره هوایي ډګر ته ورغلي وو.
افغان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي په هوايي ډګر کې وویل چې په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې ښیې لوبې ترسره کړې او پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې.
نوموړي زیاته کړه، افغان لوبډله به په راتلوونکو نړۍوالو لوبو کې لاښې سیالۍ ترسره کړي او ښه به وځلېږي.
د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو ملي لوبډلو د کرکټ پنځوس اووریزه نړۍوال جام تېره میاشت په هند کې پیل شو چې اوس په وروستۍ مرحله کې دی.
که څه هم د افغانستان سفر په نړۍوال جام سیالیو کې پای ته ورسېده، خو څلور هېوادونه (اسټرالیا، هند، نیوزلینډ او سوېلي افریقا) بیا نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
افغانستان په دې سیالیو کې نهه لوبې ترسره کړې چې څلور یې وګټلې او پنځه یې بیا وبایللې.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او نیدرلینډ ته ماتې ورکړې، خو بنګلهدېش، هند، نیوزیلینډ، اسټرالیا او سوېلي افریقا ته یې لوبې وبایللې.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن