کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وايي، د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د حکم پر اساس، له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کابل په شمالي ترمینل کې لنډمهال کمپ جوړ شوی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په یاد کمپ کې راستنېدوکو ته سرپناه، خوراکي توکي، د څښلو اوبه او درمل ورکول کېږي.
د هغه په خبره چې د دغه کمپ په جوړولو کې امنیې قوماندانۍ هم مرسته کړې ده.
د یادونې ده، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
پاکستان مخکې له دې هغو ۱،۴ میلیون افغان کډوالو ته چې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته اوسېږي، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له هېواده ووځي، د سرغړونې په صورت کې به زور و ایستل شي.
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د کډوالو چارو وزارت معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له ۳۰۰ زره ډېرې کورنۍ له پاکستانه ایستل شوې دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن