[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره د افغان سوداګرو او کډوالو په تړاو پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د شپې ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دوه اړخیزې اړیکې، په ځانګړي ډول کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو، هېواد ته د افغان کډوالو د مالونو د انتقال او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دې لیدنې جزئیات نه دي خپاره کړي.
له دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د وزارت یو لوړپوړی پلاوی د نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
سرچینې لیکلي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې به د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې پر اسانتیاوو او پراختیا بحث وشي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي وو چې په دې غونډه کې به د سوداګرۍ برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر حل هم تمرکز وشي.
دغه وزارت ویلي وو، په پلاوي کې یې د ماليې، ترانسپورټ او هوايي چلند او بهرنیو چارو وزارتونو استازي ګډون لري.
د سوادګرۍ وزارت دغه راز لیکلي، ټاکل شوې ده له پاکستان سره په دوه اړخیز جلا مجلس کې د افغانستان د مالونو د ترانزیټ پر ستونزو او اپتا تړون هم خبرې وشي.
د اپتا تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ١٣٨٩ کال کې لاسليک شوی چې له مخې یې د افغان سوداګرو موټر کراچۍ او واګه بندرونو ته تګ راتګ کوي.
[/restrict]
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن