Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې یوه ۱۳ کلن هلک ځان‌وژنه کړې
آرشیف

بامیان (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ۱۳ کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «شهیدان» سیمې اوسېدونکي ۱۳ کلن امیرخان ځان راځوړند کړی او مړی شوی دی.

د هغه په خبره، دغه هلک په خپل کور کې ځان راځوړند کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې د بامیان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د پېښې ځای بررسي کړی او جسد یې د نورو پلټنو لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.