ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه افغان لوبغاړي د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل

دوه افغان لوبغاړي د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل

author avatar
14 Nov 2023 - 09:42
دوه افغان لوبغاړي د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل
author avatar
14 Nov 2023 - 09:42

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سنوکر دوه افغان لوبغاړي صالح‌محمد محمدي او رییس خانزی د سنوکر نړۍوال فدراسیون کلنیو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.

د المپیک ملي کمېټې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دوه افغان ورزشکاران د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول.

د المپیک ملي کمېټه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د ماسټرانو برخه کې دوو ورزشکارانو صالح‌محمد محمدي او رییس خانزی سربېره د سنوکر فدراسیون فني او مسلکي مرستیال وحیدالله اصغري هم ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ د نوامبر په ۱۵مه په قطر کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې پورې به دوام ولري.

Views: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.