فراه (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت لسو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو روغتیايي مرکزونو په فعالېدو به د روغتیا برخه کې د سیمې د خلکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
سرچینه زیاتوي چې د یادو روغتیايي مرکزونو ودانۍ د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له خوا د ۳۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو مرکزونو له ډلې په فراه ښار کې درې او په پرچمن، ګلستان، فراهرود ولسوالیو کې دوه – دوه، په پشترود، خاکسفېد او قلعهکاه ولسوالیو کې یو- یو مرکزونه جوړ شوي دي.
سرچینه وايي چې د یادو روغتیايي مرکزونو له فعالېدو سره به د سیمې خلک له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
د یادونې ده، له دې مخکې د فراه د یو شمېر سیمو خلکو ویلي وو چې روغتيايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن