Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښاریان د مخابراتي شبکو انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د انټرنېټي خدمتونو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نږدې راتلونکي دې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکوي.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې چې په موبایل کې انټرنېټ کاروي؛ دوی وايي، پر دې سربېره چې مخابراتو وزارت او مخابراتي شرکتونو څو ځلې اعلان کړی چې د انټرنېټ بیې ټیټوي، خو اوس یې هم بیو بدلون نه دی کړی، په یو شمېر سیمو کې ځیني وخت انټرنېټ بېخي کار نه کوي او یا ډېر کمزوری وي.

د کابل ښار څلورمې کارتې اوسېدونکی مشتاق پارسا چې د انټرنېټ له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي وايي: «زه د اتصالات شبکې له انټرنېټه کار اخلم؛ د انټرنېټي کڅوړو بیې ډېرې لوړې دي، د بېلګې په ډول، یو جي‌بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ دی چې په بل هيڅ هېواد کې داسې نه دي.»

هغه چې خپل کار په انلاین ډول ترسره کوي او د کمزوري انټرنېټ له امله له ستونزې سره مخ دی وايي، په ساعتونو دې ته په تمه وي څو وکړای شي یو فایل واستوي او دغه ستونزه لامل شوې چې کار یې وځنډېږي.

مشتاق له حکومته غواړي چې د مخابراتي شبکو مسوولین خپل مسوولیت ته متوجه کړي او فشار پرې راوړي څو د انټرنېټ کیفیت ښه کړي.

دغه راز د کابل ښار ‍۱۹مې ناحیې اوسېدونکی هجرت‌الله هم د انټرنېټ کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او مسوولین تورنوي چې په دې برخه کې بې غوري کوي.

هغه زیاته کړه: «د انټرنېټ لپاره خو څه، د اړیکې لپاره هم کار نه کوي چې موږ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو، زه څلور سیمکارتونه کاروم، په پنځه سوه مترۍ کې یو سیمکارت کار کوي او په یو کیلومترۍ کې بل سیمکارت کار کوي.»

هغه وايي، مجبور دی خپلو څلورو واړو سیکارتونو ته پیسې واچوي او دا د دې لامل شوی چې د میاشتې یوازې په کرېډېټ ډېرې پیسې ورکړي.

د کابل د کارته پروان اوسېدونکې مریم هم ورته شکایت لري او وايي: «انټرنېټ ډېر کمزوری دی، که که کوم مهم کار ولرو، مجبور یو صبر وکړو چې انټرنېټ سم کار وکړي، په هر سیمکارت کې یې چې فعال کړو، هماغه ډول وي او په لوړه بیه یې هم فعالوو، بیا کار هم نه کوي، حکومت باید پاملرنه وکړي څو نېټ سم کار وکړي.»

هغه د انټرنېټي کڅوړو له لوړو بیو هم شکایت کوي او وايي چې په خپل اېم‌ټي‌اېن سیمکارت کې ۳،۵ جي‌بي میاشتنۍ کڅوړه په ۴۹۹ افغانیو فعالوي.

د کابل ښار ۱۳مې ناحیې اوسېدونکې سهیلا وايي چې لومړی خو په افغانستان کې د انټرنېټ بیه ډېره لوړه ده، له همدې امله ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، خو په داسې شرایطو کې چې ټکنالوجي پرمختګ کړی او د ډېرو خلکو کار هم له انټرنېټ سره تړلی، خو بیه یې لوړه او کیفیت یې ټیټ دی.

هغې زیاته کړه: «که د انټرنېټ بیه ټيټه شي او موږ وکولای شو په ټیټه بیه له انټرنېټه استفاده وکړو، د ټولو د پرمختګ لپاره ښه دی او دویمه ستونزه په افغانستان کې دا ده چې سم او د لوړ کیفیت انټرنېټ نشته، ځیني ځیني وختونه داسې هم شوي چې انټرنېټ فعالوو، خو هيڅ کار نه کوي او پیسې مو هسې مصرفېږي.»

د هغې په خبره، په نورو هېوادونو کې خلکو ته دا اسانتیاوې برابرې شوې څو وکولای شي په ټيټه بیه له چټک انټرنېټه کار واخلي.

هغه کسان چې مرکې ورسره شوې، له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او عملي ګامونه پورته کړي‎.

بلخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پژواک ته وویل، دغه وزارت به په نږدې راتلونکي کې د هېواد په هغو لرو پرتو سیمو کې ۲۷۹ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي چې خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه چې د دغو سایټونو په جوړېدو به ډېرې هغه سیمې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي چې اوس لاسرسی نه ورته لري.

د هغه په وینا، د دې پروسې د ارزونې او تدارکاتي چارې پای ته رسېدلې او په نږدې راتلونکي کې به د تړونونو په لاسلیکېدو د هغو عملي کار پیل شي.

الکوزي د انټرنېټ د ټیټ کیفیت په اړه د خلکو شکایتونو په تړاو وویل، د انټرنېټ بیه د مخکې په پرتله ټیټه شوې چې د یو جي‌بي انټرنېټ بیه له ۲۵۰ افغانیو ۱۱۰ او د هرې دقیقې ټیلېفوني اړیکې بیه له دوه‌نیمو افغانیو ۱،۷۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

هغه وايي: «هڅه کوي څو د انټرنېټ کیفیت لوړ شي؛ مخکې په ټول افغانستان کې له لرې څارونکې دوه دستګاوې موجودې وې، ‎خو اوس په ټول هېواد کې له لرې د مخابراتي شبکو کیفیت څارونکې ۱۰ دستګاوې فعالې دي.»

د هغه په وینا، دغه دستګاوې د مخابراتي شبکو خدمات کنټرولوي او په هغو ځایونو کې چې د خدماتو کیفیت ټیټ وي، څېړل کېږي او کیفیت یې لوړوي.

نوموړي په ټینګار وویل چې د انټرنېټ کیفیت او مخابراتي خدمتونو ښه کولو برخه کې جدي عمل کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.