میدانښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ کوشکې کلي کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم مړی په داسې حال کې چې په یوه ونه کې راځوړند و، موندل شوی دی.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد ماشوم پرون د جغتو ولسوالۍ د کوشکې کلي د یوه خوړ پر غاړه په ونه کې په راځوړند حالت کې موندل شوی دی.
سرچینه دغه راز زیاتوي چې وژل شوی ماشوم سیفالرحمن نومېده او ۱۱ کلن و.
خبرپاڼه کې راغلي، د یادې پېښې په تړاو د جغتو ولسوالۍ امنیتي او کشفي ادارو پلټنې پیل کړې څو معلومه کړي چې دغه ماشوم خپله ځان راځوړند کړی او که د بل چا له خوا وژل شوی دی.
سرچینې د یاد ماشوم د پلار له قوله ویلي چې دوی له هيچا سره شخصي ستونزه نه لرله او زوی یې هم روغ و.
Views: 349
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن