ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو پاتې چارې په قرارداد ورکړل شوې

د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو پاتې چارې په قرارداد ورکړل شوې

author avatar
15 Nov 2023 - 15:35
د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو پاتې چارې په قرارداد ورکړل شوې
author avatar
15 Nov 2023 - 15:35

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت د شبرغان – الوان‌ دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو او د الوان دښتې سب‌سټېشن پراختیا پروژو پاتې چارې چې ۳۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړې.

د یادې موضوع په اړه جوړه شوې غونډه ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند وویل، د یوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم وي او د نړۍ هغو هېوادونو چې چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی هم اساسي لامل یې د صنعت وده ده.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتلو سره افغانستان هم د صنعت برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او لا هم هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابره کړي.

نوموړی وویل: «له شبرغانه تر دشت الوان پورې د برېښنا دغه پروژه چې له افغان انوېسټ خصوصي شرکت سره یې قرارداد وشو، نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې له دې سره به افغانستان ته د سلګونو ميګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به لسګونه میلیونه ډالر سپما شي.»

برادر له قراردادي شرکته غوښتنه وکړه، څومره  ژر چې ممکنه وي دغه پروژه بشپړه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د پانګونې د جلب رییس فریدالله شرفمل وویل، د افغانستان برېښنا شرکت او د افغان انوېست شرکت ترمنځ د شبرغان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب‌سټېشن د پراختیا پروژو بشپړولو تړون لاسلیک شو.

نوموړی وایي، د دغه مزي ۷۶ سلنه چارې مخکې بشپړې شوې دي او پاتې چارې یې نن دغه شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې او دغه مزی د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري.

هغه وویل، دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړیږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

نوموړی زیاته کړه، د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې، د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي.

دی وایي، د یادو پروژو په بشپړېدو به له ترکمنستانه افغانستان ته ارزانه او په لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او په هېواد کې به د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغان انوېسټ قراردادي شرکت مشر شېرباز کمین‌زاده وویل، د دې پروژې په بشپړېدو به برېښنا زیاته شي او هېواد به په صنعت، زراعت او بېلابېلا برخو کې پرمختګ وکړي او هم به حکومت له دې لارې ډېر عواید ترلاسه کړي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.