Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روغتیا نړۍ‌وال سازمان په افغانستان کې ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي

د روغتیا نړۍ‌وال سازمان په افغانستان کې ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي

author avatar
15 Nov 2023 - 14:57
د روغتیا نړۍ‌وال سازمان په افغانستان کې ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي
author avatar
15 Nov 2023 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍ‌وال سازمان وايي چې په افغانستان کې یې د دوو ورځو په لړ کې د ښځو په ګډون ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي دي.

د روغتیا نړۍ‌وال سازمان تېره ورځ (سه‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې ۶۶ ښځې هم په دغو کسانو کې شاملې دي.

د دغه بنسټ په وینا، یاد کسان په هرات، بامیان، کندهار، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې روزل شوي دي.

د روغتیا نړۍ‌وال سازمان څرګنده کړې چې د دغه پروګرام موخه د ډاکټري پېښو د مدیریت او څارنې او د لومړنیو غبرګون په اړه د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړول دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د یادو کسانو د روزنې پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په ۴مه اروپایي ټولنې هم ویلي وو، په افغانستان کې یې د رواني ناروغیو درملنې او د نشه‌یي توکو له امله د اختلالاتو مخنیوي لپاره ۸۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.