کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې نن شپه له قطر سره لوبه ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ میلادي کال نړۍوال جام مقدماتي او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام دویم پړاو سیالیو ته د لارموندنې په موخه نن شپه له قطر سره لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت اته بجې او ۱۵ دقیقې د الخلیفه نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
دغه راز، د فوټبال ملي لوبډلې مشر اسلامالدین امیري په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دې لوبې ته یې چمتووالی نیولی او لوبغاړي به هڅه کوي ښه لوبه ترسره کړي.
د یادونې ده، په دغه پړاو کې به د افغانستان فوټبال ملي لوبډله خپلې دوه نورې لوبې له کویټ او هند سره ترسره کړي.
د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه د لړم په ۲۳مه قطر ته تللې ده.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن