اسعداباد (پژواک،۲۵ لړم،۱۴۰۲) : د کونړ ټولګټو چارو ریاست له لوري په ناړۍ ولسوالۍ سیمه کې د یوه سړک د ژغورنې په موخه د نیږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړونې چارې پېل شوې.
ددې ولایت د ټولګټو چارو ریس قاري قدرت الله معاذ د لړنم په ۲۵مه، د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال پژواک ته وویل ، د پنځه سوه متره په اوږدوالي او شپږم متره لوړوالي د استنادي دیوال په جوړیدو سره به د ناړۍ ولسوالۍ د خر وله سیمه کې غځیدلی سړک د سیند اوبو د ډیروالي پرمهال د ویجاړیدو له خطر څخه وژغورل شي.
هغه زیاته کړه، چې ددې پروژې چارې به په پنځوسو ورځو کې بشپړې شي او ترڅنګ به یې په ځینو ځایونو کې د سړک هغه برخې هم رغول کیږي چې ډیرې ویجاړې شوې وې.
معاذ وویل، د ناړۍ ولسوالۍ یاد سړک چې د شرقي نورستان دوه ولسوالۍ کامدیش او برکیمټال اوسیدونکي پرې هم تګ راتګ کوي، زیات ځلې د اورښتونو او سیند اوبو د ډیروالي پرمهال د خرابېدو له ګواښ سره مخ کیږي.
هغه وایي هڅې یې پېل کړې چې ویجاړې شوې برخې یې ورغوي او د اوسیند اوبو د مخنیوي لپاره د سړک غاړو ته استنادي دېوالونه جوړ کړي.
په ورته مهال د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي د رغونې یادې پروژې ته خوښ دي او وایي د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځیدلې لویه لار په ډیرو برخو کې لاهم کنډوکپر دي او د خلکو تګ او راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
د ناړۍ ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی ضیاالرحمن هیله من وایي، پر دغه لویه لار نه یوازې د ناړۍ ولسوالۍ خلک تګ راتګ کوي، بلکې د شرقي نورستان دوو ولسوالیو کامدېش او برګیمټال اسیدونکي هم له دغې لارې ګټه پورته کوي.
د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي عبدالستار بیا وایي تیرو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له امله یاد ولسوالۍ د پرمختیایي چارو په برخه کې څنډې ته پاتې شوې، حکومت او مرستندویه ادارې باید د زیربنایي پروژې د پلې کیدو په برخه کې یادې سیمې ته پاملرنه زیاته کړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP