Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو د خوشې کولو پرېکړه وکړه

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې پاکستان سره تر خبرو اترو وروسته دغه هېواد په کراچۍ بندر کې د ا فغان سوداګرو د بند پاتې اموالو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

ددغه سفارت لخوا د لړم په ۲۵مه، د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي له پاکستاني لوري سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګری وزیرانو ګډون درلود، هوکړه وشوه چې د افغان سوداګرو بند پاتې اموال د کراچۍ له بندر څخه سمدستي آزاد شي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي شفیع اعظم چې په افغان پلاوي کې شامل دی، پر اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې له یوې میاشتې راهیسې د پاکستان کراچۍ  بندر کې بند ټرانزیټي موټرې او اموال د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي په هلو ځلو ازاد کړای شول.

تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکيو ویلي وو، چې پاکستان د افغانستان اړوند له درې زرو زیات کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې درولي او نوره مالیه او پیسې غواړي چې له دې سره د دوی په وینا افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو تاوان کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.