[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): پاکستان کې د بېلابېلو مذهبي ګوندونو غړو او ملایانو د دغه هېواد د پوځ له مشر سره په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.
د پاکستان جیو ټلوېزیون خبر ورکړی چې د لړم په ۲۶مه، د جمعې په ورځ لسګونو ملایانو او د مذهبي ګوندونو مشرانو او غړو د پوځ له مشر جنرال محمدعاصم منیر سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د ترهګریزو فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښودل شوه او په دې برخه کې د حکومت او پوځ د وروستیو اقداماتو ملاتړ وشو.
بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ملایانو د افغان کډوالو ایستلو په اړه د خپل حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملایانو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي.
خو د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعاوې او تورونه رد کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د پاکستان لنډمهاله حکومت لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پرخپله اېکسپاڼه لیکلي وو: «د افغانستان اسلامي امارت پاکستان کې دننه د امنیت ټينګولو مسوولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي، دا چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، نو دا دلیل نه شي کېدای چې ګڼې موږ به د پاکستان د ناامنیو تر شا یو.»
د یادونې ده، له تېرې یوېنیمې میاشتې راهیسې له پاکستانه شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته استول شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP