Language

هلمند کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي ترلاسه شوي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): هلمند کې امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په مارجې ولسوالۍ کې یې له یوه موټره سلګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي ترلاسه کړي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ۲۲۵۰ کیلوګرامه اومان چې په یوه مازدا موټر کې بار وو او چلوونکي یې غوښتل، نورو ولایتونو ته یې ولېږدوي، ترلاسه شول.

سرچینې زیاته کړې، د یادو نشه‌یي توکو په تړاو درې کسان نیول شوي چې وروسته به له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت ته وسپارل شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.