جلالاباد (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يې د ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې جوړې کړې دي.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې رييس مولوي قسمتالله مبارز نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په حصارک ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ، د ۲۲ میليونه افغانيو په لګښت د اوبو څلور شبکې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه، د دغو شبکو له ډلې په قلعهګۍ سيمه کې د درې کيلومترو په اوږدوالي او دېرش زره لېتره ذخيرې په لرلو، په ماڼۍ کلي کې د اووه کيلومترو په اوږدوالي او د دوو شل زره لېتره ذخيرو په لرلو او دغه راز په زيارت کلي کې د دوه نيم کيلومتره پايپ غځولو او دېرش زره لېتره ذخيرې په لرلو سره شبکې جوړې شوې.
هغه وايي، دغه شبکې چې په لمريزه برېښنا کار کوي، په يادو سيمو کې ترې اته سوه کورنۍ ګټه اخلي.
بلخوا د سیمې خلک هم خوښ دي چې پاکو اوبو ته یې د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
يوه قومي مشر محمدانور پژواک ته وويل، له دې مخکې د يادو کليو اوسېدونکو د چينو له اوبو ګټه اخیسته او له ډېرو لرو ساحو به يې اوبه راوړلې.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، هڅه کوي چې د مرستندويه ادارو په همکارۍ په ټولو کليوالي سيمو کې د اوبو ستونزه حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP