Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوو افغان لوبغاړو د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې دویم پړاو ته لار پیدا کړه

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، صالح‌محمد محمدي او رییس‌خان سنزي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې خپلو سیالان مات کړي او بل پړاو ته یې لار ومونده.

د المپیک ملي کمېټې او د ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سنوکر اتلولۍ نړۍوالې سیالۍ چې د قطر پلازمېنې دوحه کې روانې دي، افغان ورزشکارانو وکولای شول خپل سیالان مات کړي او بل پړاو ته لار پیدا کړي.

د المپیک کمېټې لیکلي، په دغو سیالیو کې رییس‌‌خان سنزي خپل منګولیایي سیال ته درې پر صفر ماته ورکړه او همدارنګه صالح‌محمد محمدي هم خپل سویسي سیال ته درې پر صفر ماته ورکړه او دواړو بل پړاو ته لار ومومنده.

د یادونې ده، د سنوکر اتلولۍ نړۍوالې سیالۍ د روانې نوامبر میاشتې په ۱۵مه د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۴مې به دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.