کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): ملا عبدالغني برادر وایي، د نړۍ هیڅ هېواد په داسي شکل کډوال له خپل هېواده نه دي ایستلي، لکه افغانان چې په دې ورستیو کې را ایستل کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن د کندهار- اروزګان سړک د پخولو چارو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل: «موږ له یو ملک سره شریکه کړې، که هغوی یوه لاره راسره وړه خو ښه خبره ده موږ خوشاله یو، که یې نه وړه موږ یې هیڅ په کیسه کې نه یو، په دغه رقم د مهاجرو راستنول د نړۍ هیڅ هېواد نه دي کړي، لکه دوی چې یې کوي.»
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، د تورخم او سپینبولدک تر څنګ په نیمروز او اسلامکلا کې هم د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره کمپونه جوړ شوي او هغوی ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.
پاکستان تېره میاشت په دغه هېواد کې مېشت افغانانو ته خبر ورکړ چې د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې وروسته باید په عاجل ډول افغان کډوال له دغه هېواده لاړ شي.
له دغه نېټې سره سم پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او ډېری راستانه شوي افغانان شکایت کوي چې د دوی شتمنۍ په پاکستان کې ترې ضبط شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن