زرنج (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولین وایي چې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارد افغانیو په لګښت د اوبو بند جوړېږي.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدحق بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه بند د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له خوا تخمیني ډیزاین شوی، د پروژې تدارکاتي مراحل هم بشپړ شوي او ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.»
نوموړي وویل، پرلهپسې وچکالیو د نیمروز اوسېدونکي ډېر زیانمن کړي او په دغه ولایت کې کښت او کرنه د له منځه تلو په حال کې ده خو د یاد بند په جوړېدو به دا ستونزې حل شي.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه بند د افغانستان اسلامي امارت د مشر مولوي هبتالله اخندزاده په فوق العاده حکم جوړېږي.
سرچینې د کلیو پراختیا وزارت له قوله لیکلي چې د یاد وزارت له خوا یو مسلکي او تخنیکي بورډ جوړېږي څو د دغه لوی بند چارې پیل کړي.
سرچینه وایي چې دغه بند د ۵۰ مترو په لوړوالي جوړېږي چې د شپږ میلیونه متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا به ولري او په بشپړېدو به یې د ګلستان، دلارام، غوري او چغانسوري ولسوالیو اته زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن