کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار – اروزګان د سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادېږي، د پخولو چارې نن پيل شوې.
مسوولین وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمال او سوېل ترمنځ تر ټولو لنډه لار سره وصل شي.
د دغه سړک د پیل مراسمو ته د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نور لوړ پوړي مسوولین هم راغلي وو.
چارواکي وایي، دغه سړک چې تر اروزګان ولایت پورې ۲۰۹ کیلومتره کېږي یوه شرکت ته د دوو کانونو په بدل کې ورکول شوی چې د سوېلي او شمالي ولایتونو د نښلولو لنډه لار بلل کېږي.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه سړک د چارو د پيل پر مهال وویل، د دغه سړک له جوړېدو سره به د شمالي او سوېلي ولایتونو لار ډېره لنډه شي او په اقتصادي برخه کې به ډېر ګټور تمام شي.
په سوېل کې د ټولګټو وزارت د پروژې مسوول انجنیر شېر حسن خوشيوال هم وایي، دا سړک شمالي ولایتونو ته ترانزیټي لار ۳۷۰ کیلومتره لنډوي او په درېیو برخو کې جوړیږي چې د لومړۍ برخې د پخولو چارې یې اوس پيل شوې.
خوشيوال زیاته کړه، دغه سړک مخکې یوه شرکت ته د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د بيبي ګوهر د سرب او جستو د کان په بدل کې ورکول شوی و.
هغه زیاتوي چې له شرکت سره داسې قرارداد شوی چې د پنځو کلونو لپاره به له دې کان څخه خام مواد باسي او همدلته په هېواد کې به یې پروسس کوي.
هغه له دغه کان څخه د ایستونکو موادو د اندازې په اړه معلومات ورنه کړل.
د هغه په وینا، دا چې د دغه ۲۰۹ کیلومتره سړک لګښت زیات و، بیا شرکت ته په غور ولایت کې یو بل کان هم ورکړل شو.
هغه د غور د کان په اړه معلومات ورنه کړل چې د کومو موادو کان دی او د څومره وخت لپاره به خام مواد ترې وایستل شي.
د هغه په وینا، کله چې د دغه سړک چارې بشپړې شي هغه سوداګریز موټر چې د ایران له لوري راځي اړ به نه وي چې د کابل او سالنګ له لارې شمالي ولایتونو لاړ شي؛ ځکه دا لار ډېره لنډه ده.
هغه زیاته کړه: «په دې پروژه کې ۹۹۷ کسان کار کوي او دا پروژه چې د شمال دهلېز په نوم ده، د دوو کانونو په بدل کې یوه شرکت ته ورکول شوې لګښت یې ښاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر دی.»
د سيمي اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې په دغه سیمه کې داسې یوه ګټوره پروژه پلې کېږي.
د سیمي یو اوسېدونکی فضل احمد وایي: «دا سړک زموږ لپاره ډېر لوی کار دی چې کېږي؛ ځکه چې د کندهار د اغنداب، او خاکرېز ولسوالیو څخه تېریږي، د دې دوو ولسوالیو سړکو له کلونو راهیسي خراب وو چې موږ ته یې زیات مشکلات جوړ کړي وو.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی سیفالله هم وایي، دا سړک په ډېر لوړ معیار جوړیږي چې ورسره به د دوی سیمي ډېر ارزښت پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: «دا یو داسي کار دی چې موږ یې هیڅ کله فکر نه شو کولای، زموږ د اقتصاد لپاره یو ډېر غټ پرمختګ دی، پخوا چې به پر دغه لار یوازې تر خاکرېز پوري تلو تر څلور ساعته مو ډېر مزل کاوه، خو اوس به یو ساعت وي.»
مسوولین وایي، د شمال دهلېز په نوم دغه سړک وروسته د دایکنډي ولایت له لارې له شمالي ولایتونو سره وصل کېږي چې د مسوولینو په وینا کار به یې شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن