کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، قطر پلان لري چې به نږدې راتلونکي کې په کندهار کې د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نن د دغه وزارت پر اېکسپاڼه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.
هغه زیاته کړې، په دې اړه له قطر سره خبرې نهایي شوې او په نږدې وخت کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، دغه راز له قطر سره هوکړه شوې چې په یاد هېواد کې افغان ډاکټرانو ته په تخصصي پروګرامونو کې د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
هغه ویلي چې ژر به له قطر سره په تخصصي پروګرامونو کې د ګډون په موخه د افغان ډاکټرانو نوملړ شریک شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن