زرنج (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د نیمروز امنیه قومانداني د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د څه باندې زر کیلوګرامه کیمیاوي توکو د کشف او ضبط خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په دې ولسوالۍ کې ۱۰۳۷ کیلوګرامه کیمیاوي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه توکي د نشهیي توکو په جوړولو کې کارول کېدل.
هغه زیاته کړه، د دغو مواد په تړاو یو کس له یو موټر سره نیول شوی دی.
هغه وویل چې نیول شوي کس هوډ درلود دغه توکي د نیمروز ولایت مرکز ته ولېږدوي.
د نوموړي په خبره، نیول شوی کس له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن