ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان مردیان ولسوالۍ کې زده‌کوونکي له حکومته خپلو ښوونځيو کې د لابرتوارونو غوښتنه کوي

د جوزجان مردیان ولسوالۍ کې زده‌کوونکي له حکومته خپلو ښوونځيو کې د لابرتوارونو غوښتنه کوي

author avatar
20 Nov 2023 - 18:36
د جوزجان مردیان ولسوالۍ کې زده‌کوونکي له حکومته خپلو ښوونځيو کې د لابرتوارونو غوښتنه کوي
author avatar
20 Nov 2023 - 18:36

شبرغان (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د جوزجان د مردیان ولسوالۍ ځيني زده‌کوونکي له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ ښوونځیو ته مجهز لابراتوارونه جوړ کړي او د ساینسي نوښتونو لپاره دې وسایل ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان د پوهنې ریاست روان کال کې د دغه ولایت ښوونځيو ته د ۳۲ لابراتوارونو جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د فتح‌اباد لېسې یوه زده‌کوونکي احسان‌الله پژواک ته وویل پر یوې پروژې یې کار کړی چې د اوبو له بخاره برېښنا تولیدوي.

هغه وویل: «خوښ یم چې هڅه مې وکړه او د اوبو له بخاره مې د برېښنا تولید په برخه کې یوه پروژه چمتو کړه؛ دا کار مې د فزیک استاد په مرسته ترسره کړ، له حکومته مې دا غوښتنه ده چې له موږ ملاتړ وکړي، ښوونځيو کې دې وسایل راکړل شي څو وکولی شو لویې پروژې جوړې کړو او ښه اختراعات ولرو.»

احسان‌الله وایي چې هڅه کوي ډېر درس ووایي، څو غوره ابتکارات ولري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: «که د موږ ملاتړ وشي، کولی شو چې پر لویو پروژو هم کار وکړو او ټولنې ته ګټور واوسو.»

په ورته وخت کې د مردیان ولسوالۍ د هلکانو لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی محمدایوب وایي چې دې وروستیو کې یې په ښوونځي کې د ساینسي مضامینو لپاره یو لابرتوار فعال شوی، خو د هر مضمون د تجربو لپاره باید په کې وسایل موجود وي.

د هغه په خبره، دوی تر اوسه لابرتوار ته لاسرسی نه درلود او له دې پلوه له ستونزو سره مخ وو، خو د لابرتوار په جوړېدو سره یې ستونزه حل شوې ده.

هغه زیاته کړه، که زده‌کوونکو ته وسایل ورکړل شي، کولی شي ښه ابتکارات ولري.

محمدایوب وایي: «موږ د جوزجان د پوهنې ریاست له مسوولینو غواړو چې د لابرتوارونو ترڅنګ دې ورزشي میدانونه هم جوړ کړي.»

په ورته وخت کې د جوزجان د پوهنې ریاست د ساینس او تکنالوجۍ مرکز عمومي مدیر شوونیار محمدپروېز رهي پژواک ته وویل چې دې وروستیو کې د زده‌کوونکو د ساینسي نوښتونو نندارتون جوړ شو چې د یادې ولسوالۍ زده‌کوونکو د بیولوژي، فزیک، کیمیا او د ریاضي برخو کې ۳۲ پروژې نندارې ته وړاندې کړې وې.

هغه زیاته کړه: «دغو زده‌کوونکو کې ښه استعدادونه شته؛ که له هغوی ملاتړ وشي، راتلونکي کې لویې پروژې هم جوړوي او موږ د دغه پروګرام له لارې دوی هڅولي او لا یې هڅوو، څو د علم، زده‌کړې او تکنالوجۍ برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.»

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک ته وویل: «موږ هڅه کوو څو ښه استعدادونه پیدا او هغوی وهڅوو چې راتلونکي کې ښې لاسته راوړنې ولري.»

سرچینې وویل چې دوی د ۱۴۰۲ کال له پیله راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۲ لابرتوارونه فعال کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.