بامیان (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د دوه زرو ښځو په ګډون څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته په پرمختیایي پروژو کې لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
په بامیان کې «د پیوستون او پراختیا لپاره د خدمتونو موسسې» رییس روحالله موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز، سیغان او ورس ولسوالیو کې څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته د پرمختیايي پروژو له لارې لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د هغه په خبره، په لرې پرتو سیمو کې چې د دې موسسې له لارې کومې پروژې تطبیق شوې، ډېری یې د اوبو ذخیرې (واټرشید) دي چې د وږي له لومړۍ د ۶۸ پروژو چارې په مرکز او د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې جریان لري او ځيني یې بشپړې شوې دي.
نوموړي وویل چې دغه کاري فرصتونه له ۲۰ تر ۴۰ ورځو پورې دي چې د نارینه وو ترڅنګ ۲۲۰۰ ښځې هم په دغو پروژو کې کار کوي او ډېری یې پر جالۍ اوبدلو، سیم توۍ او د کورنیو باغچو پر روزلو بوختې دي.
نوموړي وویل، کارګران د ورځې اووه ساعته کار کوي چې هر یوه ته یې د یوې کاري ورځې په بدل کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
دا پروژې چې په سیمه کې د طبیعي پېښو د کمېدو، د بوټو د ودې او د اوبو ذخیره کولو په موخه تطبیقېږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکي د دغه ډول پروژو تطبیق د اوبو د سرچینو لپاره د اهمیت وړ بولي.
د فولادي سیمې یوه اوسېدونکي کریم په دې اړه وویل چې د واټرشید پروژې د باران د اوبو ذخیره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو ډېرېدو لپاره موثرې دي.
د هغه په خبره، دا پروژې کولای شي د واورې ښویېدنې او سېلابونو مخنیوي ترڅنګ، د ډېرو کرنیزو ځمکو خړوبولو زمینه هم برابره کړي او په غرنیو سیمو کې د څرځایونو ښه کېدو لامل شي.
دغه راز دغو پروژو کې چې کوم کسان پر کار بوخت دي د داسې پروژو له تطبیق او له کاري فرصتونو خوښ دي.
د بامیان مرکز اړوند د «جګرخېلو» سیمې یو اوسېدونکی مصطفی چې ۲۰ ورځې یې د واټرشید پروژه کې کار کړی، وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې ډېر خلک وزګاره دي د داسې پروژو تطبیق ګټور دی.
د هغه په خبره، د داسې پروژو تطبیق خلکو ته د اهمیت وړ دی؛ ځکه ډېر کارګران او اړمن کسان ترې برخمن کېږي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن