Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غازي امان‌الله خان یوه ورځني کرکټ سیالیو پای‌لوبه نن د امو او بست لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د غازي امان‌الله خان یوه ورځني کرکټ سیالیو پای‌لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنخ ترسره کېږي.

د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ دا یوه ورځنۍ سیالۍ درې اونۍ مخکې د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې پیل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په دې سیالیو کې د امو، بست، بند امیر، سپین‌غر او مس عینک لوبډلو برخه اخیستې وه او هرې لوبډلې له بلې سره دوه دوه لوبې ترسره کړې.

سرچینې زیاته کې چې د لومړي پړاو سیالیو کې په پای کې امو او بست لوبډلو له اتو د پنځو، پنځو لوبو په ګټلو سره لومړی او دویم مقامونه خپل کړل او پای‌لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

دغه راز بند امیر د څلورو لوبو په ګټلو سره درېم، سپین‌غر د درېیو لوبو په ګټلو سره څلورم او مس عینک هم د درېیو لوبو په ګټلو سره پنځم مقامونه خپل کړل.

د امو او بست لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه نن (دوشنبه، د لړم ۲۹مه) سهار نهه بجې په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.