کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د سپینبولدک – چمن لار د اعتراضکوونکو له خوا له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته نن بنده شوه خو یوازې هغه افغان کډوالو ته اجازه شته چې بېرته هېواد ته راستنېږي.
دغه لار د هغو اعتراضکوونکو له خوا بنده شوې چې د سپینبولدک – چمن ترمنځ پر دروازه پر پاسپورټ تګ راتګ نه مني او له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې اعتراضونه دوام لري.
یو اعتراضکوونکی رحمتالله وایي، دوی د لارې په اړه څو ورځې مخکې ټولو سوداګرو او نورو خلکو ته خبر ورکړی و چې د نوامبر په۲۰مه لار بندوي.
د هغه په وینا، یوازې هغو افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چې افغانستان ته ځي او نور د هر ډول موټرو پر مخ به تر نامعلوم وخت پورې بنده وي.
د شمسالله په نوم یو بل اعتراضکوونکی هم وایي، تر هغه به اعتراضونو ته دوام ورکړي څو پاکستاني حکومت پر دروازه د پاسپورټ جبري کولو پرېکړه بېرته اخیستې نه وي.
هغه وویل، پر دې لار هیڅکله پر پاسپورټ تګ راتګ ورته د منلو وړ نه دی او د پاکستان حکومت نه شي کولای د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانان سره جلا کړي او ترمنځ یې خنډونه جوړ کړي.
په پاکستان کي حکومت د روان میلادي کال د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د سپینبولدک – چمن ترمنځ پر دروازه پاسپورټ جبري کړی او هیچا ته اجازه نشته چې پرته له پاسپورټه تګ راتګ وکړي.
پر دې لار مخکې زرګونو کسانو کاروبار کاوه خو اوس یې کاروبار په ټپه ولاړ دی.
د سپینبولدک – چمن ترمنځ د لارې له بندېدو وروسته له دواړو لورو سوداګریز مالونه هم بند شوي دي.
د سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس محمدشفیق اڅګزی وايي، سوداګر د لارې بندېدو په اړه وختي خبر وو؛ ځکه سوداګریز مالونه د افغانستان له خوا نه بولدک ته تللي او نه هم د پاکستان له خوا چمن ته راوړل شوي دي.
د هغه په وینا، د سوداګریزو مالونو یوازې یو موټر په چمن کې او دوه موټره په بولدک کې ولاړ دي او تر هغه وخته سوداګر صادرات او واردات نه کوي څو چې د لارې ستونزه نه وي حل شوې.
افغان چارواکو لا تر اوسه د لارې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سپینبولدک ولسوالۍ ویاند مولوي عليمحمد حقمل یوازې دومره تاییدوي چې پر دروازه د موټرو تګ راتګ بند شوی او یوازې بېرته راستنېدونکو افغانانو ته اجازه ورکول کېږي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته د اعتراضکوونکو غوښتنه نه ده منلې او اعتراضکوونکي په بیا بیا ټینګار کوي چې په هیڅ صورت به له خپلې غوښتنې تېر نه شي او پاسپورټ به ونه مني.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن