کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د پنځه میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخو کې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره بشري برخه کې د یاد هېواد د مرستې کچه ۲۱۰ میلیون یورو ته ورسېده.
له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۸،۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره څلور اعشاریه شپږ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن