سرپل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د دغه ولایت د قشقري له نفتي څاګانو د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغو څاګانو استخراج په ورځ کې له ۶۵۰ څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د سرپل والي وویل چې مخکې د دغه ولایت د قشقري له څاګانو د ورځې ۶۵۰ ټنه نفت ایستل کېدل، خو اوس دغه کچه په ورځ کې ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د قشقري له څاګانو ورځني عواید ۶۰۰ زره ډالرو ته رسیږي چې ټاکلې فیصدي به یې په عامالمنفعه پروژو لکه د ابراهیم سلطان درې د اوبو بند جوړولو کې مصرف شي او د دغه بند د جوړولو عملي چارې په ۱۴۰۳ کال کې پیلیږي.
د سرپل والي دغه راز د افچین شرکت کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې له هر ډول اندېښنې پرته خپل کار ته دوام ورکړي، حکومت په خپل ټول توان له دې ملي پروژې ملاتړ کوي.
د هغه په وینا، دا مهال د قشقري له ۱۵ څاګانو د اسختراج چارې روانې دي چې په راتلونکې کې به د څاګانو شمېر ډېر شي.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د سږ کال په چنګاښ میاشت کې اعلان وکړ چې په قشقري سیمه کې له نوو څاګانو د نفتو د استخراج عملي چارې پیل شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټنه خام نفت ترې ایستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP