Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې «د سویل‌ختیځ زون د پانګونې فرصتونو او ننګونو» یو ورځنی کنفرانس جوړ شو

پل‌علم (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): په لوګر ولایت کې «د سویل ختیځ زون د پانګونې فرصتونو او ننګونو» تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې پانګوالو او سوداګرو په دغه زون کې شته ستونزې شریکې کړې او چارواکو د حل ډاډ ورکړ.

په دغه کنفرانس د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو پانګوالو او سوادګرو ګډون کړی او خپلې ستونزې یې له حکومت سره شریکې کړې.

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمدیعقوب په دغه کنفرانس کې وویل لوګر ولایت د پلازمینې کابل دروازه ده، خو په تېرو څو کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، حکومت ته په کار ده چې د کانونو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کنفرانس یوه بل ګډونوال او سوداګر ضیاالحق وزیرزي وویل، حکومت په تېرو څو کلونو کې د لویې پکتیا ولایتونو کې هیڅ بنسټیزې پروژې نه دي عملي کړي او باید په لویه پکتیا کې د ټرانزیټي لارې، سړکونو، عینکو کان، هوایي ډګر او صنعتي پارکونو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړي.

هغه وویل: «د کابل- ګردېز عمومي سړک کارونه همداسې نیمګړي پاتې دي، باید رسېدنه ورته وشي، په داسې حال کې چې په دغه لویه لاره په سلګونو ترانزیټي موټر او مسافر لوې پکتیا ولایتونو ته تګ راتګ کوي. د لوګر ولایت ستراتيژیک موقعت ته په کتو، هوایي ډګر، عینکو کان او صنعتي پارک پروژو عملي کېدو په وړاندې شته ستونزې هم باید هوارې شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې افغانستان کې تر بل هر وخته سوداګرۍ او پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې خپلې سوداګرۍ او پانګونې دوه برابره کړي.

ستانګزي د سویل‌ختیځ زون سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر وړاندې شته ستونزو ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.

هغه دغه راز وویل: «د سویل‌ختیځ زون په کچه سوداګر او پانګوال چې کومې ستونزې لري، لکه د ځمکو، برېښنا، تجارتي بندرونو چې ځینو کډونوالو ورته اشاره وکړه، که څه هم ځینې برخې یې سیاسي هم دي باید پام ورته وشي، ټول به په ګډه د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته رسېدنه کوو.»

ستانکزي په دې غونډه کې پاکستان کې له مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو هم وغوښتل چې خپل هیواد کې پانګونه او سوداګري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.