مزار شریف (پژواک، ۲ لیندۍ ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې د یوه نوي صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شوې، چې د سوداګریزو مرکزونو ترڅنګ به فابریکې هم پکې جوړیږي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو مرکز لخوا د لیندۍ په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه راغلي استازي انجینر ریاض الحق ریاض او ځایي چارواکو په شتون کې ددې نوي صنعتي پارک د بنسټ ډپره کېښوده شوه.
ریاض د دې پروژې اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې ددې صنعتي پارک لپاره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزارت له لوري د ۴ زره جریبه ځمکه په واک کي ورکړې، چي له دې ډلي یې په لومړي پړاوو کي پر ۲۴۴ جریبه مځکه باندي صنعتي پارک او پاته ساحه باندي تجارتي مرکز او د لوی بیلابیلو فابریکو لپاره به په منظم ډول وټاکل شي.
د نوموړي په خبره ، نن د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د صنعتي پارک لومړني کارونه، چې پکې ۳.۶ کیلو متر دېوال او ۱۰ کیلو متر د سړک جوړونې پروژه شامله ده پیل شول او دا چارې به په شپږو میاشتو کي پای ته ورسیږي.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس په دې مراسمو کې وویل، یو کال وړاندې د نوي صنعتي پارک لپاره همدا ساحه ټاکل شوې وه او نن یې عملي چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤلینو هر وخت د هیواد ملي تجاران او صنعت کاران تشویق کړي، د دوی ملاتړ یې کړی، د ستونزو په وخت کې یې په حل کې جدي اقدامات کړي، ترڅو د هیواد د پرمختګ لپاره دا ډول پروژې عملي کړي.
ابو ادریس وویل، د ولس دوی تل هڅه کړې چې د ولس لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن