Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټر عباد: د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له بهره متخصصین راغواړو

ډاکټر عباد: د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له بهره متخصصین راغواړو

author avatar
24 Nov 2023 - 16:08
ډاکټر عباد: د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له بهره متخصصین راغواړو
author avatar
24 Nov 2023 - 16:08

ترینکوټ (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له لس تر دوولس زره بستریز خدمتونه لري، په داسې حال کې چې تر ۴۵ زره بستریزو خدمتونو پورې اړتیا ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد دغه څرګندونې نن (د لېندۍ ۳مه) اروزګان ته د سفر پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې شته طبي پرسونل بسنه نه کوي او په وینا يې چې له بهره به نور متخصصین راولي او ټولو هېوادوالو ته به معیاري خدمات برابر کړي.

هغه وویل، د ۳۳ زره بستریزو خدمتونو رسولو لپاره ځای، امکاناتو او مسلکي روغتیايي پلانونو ته اړتیا شته.

عباد وایي، د عامې روغتیا وزارت توانېدلی چې د تېرو دوو کلونو موده کې ۳۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه فعال کړي او د ۵۸۵ نورو مرکزونو جوړولو چارې روانې دي.

نوموړی وایي، عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د نوو روغتیاپالانو روزنې لپاره له بهره استادان راوبولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.