کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د ایران په کوربهتوب د رزمي لوبو نړۍوال فېسټیوال کې دویم مقام خپل کړ او دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه یې هم ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ په ایران کې ترسره شوې چې له افغانستانه په کې ۱۳ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون فني مرستیال عبدالواسع قیومي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د رزمي لوبو نړۍوال فېسټیوال کې ایران لومړی، افغانستان دویم او ارمنستان درېیم مقام وګاټه.
د قیومي د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان ورزشکارانو شپږ کمربندونه، دوه د سرو زرو مډالونه او یو د نقرې مډال ترلاسه کړي دي.
د یادونې ده، په دغه فېسټیوال کې د افغانستان سربېره د ۱۲ نورو هېوادونو ورزشکارانو هم ګډون کړی و چې درې ورځې یې دوام وکړ.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن