کابل (پژواک، ۴ لېندی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره یورو مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.
اوچا زیاتوي، یاد هېواد له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۶،۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.
پنځه ورځې مخکې جرمني هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن