ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې یو شمېر خلک: د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو توکي لا هم په لوړه بیه پلورل کېږي

کونړ کې یو شمېر خلک: د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو توکي لا هم په لوړه بیه پلورل کېږي

author avatar
25 Nov 2023 - 11:30
کونړ کې یو شمېر خلک: د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو توکي لا هم په لوړه بیه پلورل کېږي
author avatar
25 Nov 2023 - 11:30

اسعداباد (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کونړ یو شمېر خلک وايي، سره له دې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو بیا هم په بازار کې د توکو بیې د پخوا په څېر لوړې دي چې دوی یې د پېرلو توان نه لري.

د کونړ د مرکز اسعداباد د دمکلي سیمې اوسېدونکي سنګر رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په بازار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټ شوی خو د توکو بيې لا هم پر خپل ځای دي.

هغه زیاتوي: «پخوا به سوداګرو ویل چې په ډالرو پېر او پلور کوي، اوس خو ډالر هم رالوېدلی، نو د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې دې ټيټې شي.»

نوموړي وویل چې حکومت دې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي او په وینا یې چې هټۍوال دې مکلف کړي څو د ټاکل شوې نرخ‌نامې له مخې پېر او پلور وکړي.

دغه راز د اسعداباد د کرهالې سیمې اوسېدونکی رحمان‌الله وویل، د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې دومره لوړې دي چې ډېر خلک یې د پېرلو وس نه لري.

هغه زیاته کړه: «موږ غریب خلک یو، نه شو کولای په دومره ګرانه بیه خوراکي توکي وپېرو؛ ځکه ۵۰ کیلوګرامه اوړه پخوا په ۱۴۵۰ او ۱۵۰۰ افغانۍ کېدل، خو اوس ۱۷۰۰ افغانیو ته پورته شوي، دغه ډول لوبیا یو من په ۴۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۶۰۰ افغانیو ته پورته شوې؛ چې پیسې نه وي، موږ به یې په څه وپېرو.»

دغه راز کونړ کې د اصنافو اتحاديې مسوولین بیا وايي چې د توکو راوړلو کرايې ډېرې شوې نو ځکه يې بیې هم لوړې شوې دي.

د اسعداباد ښار د اصنافو اتحاديې مشر حاجي سید عظیم وویل، له هغه وروسته چې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده شوې او په تورخم کې هم د افغان سوداګرو مالونه ځنډول کېږي نو د توکو بیې هم ورسره لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ سوداګر زیات خوراکي توکي له شمالي بندره د سالنګ په لار کونړ ته راوړي؛ له هغه وروسته چې د سالنګ لار بنده شوې او موږ یې په شیبر لار خپل مالونه را انتقالوو، په ځانګړې توګه د ۵۰ کیلوګرامه اوړو کرایه د پخوا په پرتله ۲۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.»

هغه وایي، د تورخم له لارې به پخوا دوی یو ټن خوراکي توکي له پېښوره په ۱۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو کرایه را‌انتقالول خو اوس یې کرایه ۳۰۰ زره کلدارو ته لوړه شوې چې له امله یې د توکو بیې ورسره لوړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د تېلو او خوراکي توکو بيې هم دغه راز لوړې دي او د ډالر راکښته کېدو یې په نرخونو هیڅ کوم اغېز نه دی کړی.

بلخوا په کونړ کې د سوداګرۍ خونې مسوول قاري ضیاءالله بیا د خوراکي او نورو توکو بیو لوړوالي لامل د سالنګ لارې بندوالی او په بندرونو کې د حکومت له لوري د ثابتو نرخونو نه ټاکل کېدل په ګوته کوي.

هغه وايي، حکومت ته په کار ده چې د سوداګرو مالونو نرخونه له بندرونو نیولې ان له یوه ولایته بل ته د انتقال پر مهال ثابت او په ګوته کړي.

د اسعداباد ښاروال مولوي عتیق‌الله وایي، که څه هم دوی په ښار کې هره ورځ د ځانګړي کمېسیون له لارې د توکو بيې کنترولوي خو په وینا یې، د توکو بیو لوړېدو لوی لامل تورخم دروازه کې د افغان سوداګرو مالونه ځنډېدل او د سالنګ لویې لارې تړل کېدل دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د یو ډالر بیه له ۸۰ افغانیو ۶۶ افغانیو ته رالوډلې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.