اټلانټا (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): په بدخشان، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوال مولوي احمدشاه د لېندۍ په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار په لسو بجو د مسافرو یو موتر چې له ګرزیوان ولسوالۍ درزاب ولسوالۍ ته روان و، په قزل کوت کې چپه شوی او اوښتی و.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي .
د بلچراغ ولسوالۍ د کلینک مسوول ډاکتر حسیبالله وایي چې ټپیان ور وړل شوي او له درملنې وروسته د میمنې روغتون ته ولېږدول شول.
د یوه بل خبر له مخې په دایکنډي ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه اووه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام علي پژواک ته وویل چې یو موټر چې د واده مراسمو کې د ګډون لپاره روان و، له سړکه اوښتې او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه کسان مړه او اووه نور ژوبل شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بلخوا په بدخشان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک ته وویل چې دا پېښه په راغستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او له امله یې دوه کسان مړه او یو تن ټپي شوی دی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، د پژواک د راپورونو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته په ترافیکي پېښو کې مرګژوبله اوښتې ده.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن