میدانښار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند لوړې کلي کې یوه ۱۶ کلن هلک ځان د ښکاري ټوپک په وسیله وژلی دی.
سرچینې د سیداباد ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر مولوي محمداصف سروري له قوله ویلي چې یاد ځوان ۱۶ کلن او د لوړې کلي اوسېدونکی و.
په خبرپاڼه کې د وژل شوي ځوان د پلار له قوله لیکل شوي چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او زوی يې په خپل کور کې ځان وژلی دی.
سرچینې دغه راز ویلي چې امنیتي کسان د بررسۍ له ټیم سره یو ځای سیمې تللي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن