ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوک‌وهونکي خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه

افغان سوک‌وهونکي خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Nov 2023 - 14:56
افغان سوک‌وهونکي خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Nov 2023 - 14:56

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): افغان سوک‌وهونکي محمدذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي نن د ټایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه.

افغان سوک‌وهونکي محمدذکریا زماني په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي: «څنګه چې تاسو په جریان کې وای، نن مې لوبه ترسره کړه او خپل ډېر قوي سیال مې په درېیم رونډ کې ناک اوټ کړ او ماتې مې ورکړه.»

دغه راز، د ازادو سیالیو یوه افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي هم نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ټایلنډي سیال پر وړاندې د محمدذکریا زماني بریا دې د افغانستان ټولو خلکو ته مبارک وي.

د یادونې ده، افغان سوک‌وهونکي زماني له دې مخکې اووه سیالۍ ترسره کړې چې پنځه یې ګټلې او دوه یې بیا بایللې دي.

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.