ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه هیڅ قانوني توجیه نه لري

حقاني: د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه هیڅ قانوني توجیه نه لري

غزني ښار (پژواک، ۵ لیندۍ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو را اېستلو پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل او دا ناعادلانه پرېکړه هېڅ راز قانوني توجیه نه لري.

د روانې نومبر میاشتې له پیل راهیسې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې او د راپورونو له مخې تر اوسه له ۳۳۰ زرو ډېر افغانان له دغه هېواده راایستل شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني غزني ولایت تللی او یادې څرګندونې یې هلته په یوه ولسي غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي: «د افغانانو میړانې، د ځوانانو سپېڅلې ارادې او زړورتیا په برکت موږ د یوه ملت په توګه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. هر افغان باید د هیواد د پرمختګ په برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو د ازادۍ او خپلواکۍ د نعمت شکرانه ادا کړو.»

د هغه په خبره، بل هر وخت ته په کتو هېواد کې د بیارغاونې او آبادۍ چارې ګړندۍ شوې، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک نظام رامنځته شوی دی.

حقاني زیاته کړې: «که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پرمهال افغانانو سره ښه چلند وکړ، خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل. د ياد هېواد دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوی اوهېڅ راز قانوني توجیه نه لري.»

حقاني په خپلو خبرو کې  له سوداګرو، شتمنو او عامو هیوادوالو غوښتی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر چمتو کولو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.

حقاني دغه راز  د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار کړی او له مسوولينو يې غوښتي چې د قدرت تر اغېز لاندې رانشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل وکړي.

د غزني والي محمدامین عمري هم په دغه غونډه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په زور راستنېدونکو افغان مهاجرو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ياد ولايت کې يې له مېشتو خلکو وغوښتل چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د غزني ولایت د مرافعي محکمي رئیس شیخ عبدالرحمن هم په دغه غونډه کې هېواد کې د عدل او انصاف په اړه و ويل چې اسلامي امارت د عدالت، انصاف او روڼوالي نظام دی او دغه اوصاف د اوسني نظام د پايښت ضمانت کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.