ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چیني سوداګرو له کندهاره د انارو صادراتو ته لېوالتیا ښودلې

چیني سوداګرو له کندهاره د انارو صادراتو ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
27 Nov 2023 - 15:46
چیني سوداګرو له کندهاره د انارو صادراتو ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
27 Nov 2023 - 15:46

کندهار (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر چیني سوداګرو کندهار ته د سفر پرمهال ویلي، غواړي چې له دغه ولایته خپل هېواد ته د انارو صادرات پیل کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لېندۍ په ۶مه د کندهار د سوداګرۍ خونې له لوري پژواک ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ یو شمېر چینايي سوداګرو کندهار ته سفر کړی وو او د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې له رییس او نورو سوداګرو سره يې ليدلي دي.

سرچینه وایي چې د دې ناستې پر مهال چینايي سوداګرو ویلي، پلان لري چې له کندهاره چین ته انار صادر کړي او سوداګریزي اړیکې پراخې کړي.

چینايي سوداګرو دا هم ویلي، دوی غواړي د خپل سفر به ترڅ کې معلومه کړي چې هېواد يې د افغانستان کومو توکو ته اړتیا لري څو دوی يې صادرات پیل کړي.

دغو سوداګرو ویلي، هڅه کوي چې نور چینايي سوداګر هم په کندهار او نورو ولایتونو کې پانګونې ته وهڅوي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

په یاده ناسته کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي چې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ښه اغېز لرلای شي او اوسمهال د سوداګرۍ زیاتوالي ته ښه زمینه برابره ده.

له دې مخکې هم یو شمېر چینايي سوداګرو کندهار ته سفر کړی وو او په دغه ولایت کې د پانګونې په اړه څرګندونې کړې وې، خو تر اوسه يې کومه پانګونه نه ده کړې.

Views: 811

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.