Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سره میاشت: ملي او نړۍوال بنسټونه دې د ژمي په درشل کې له اړمنو سره بشري مرستې ډېرې کړي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغاني سره میاشتې ټولنه په راتلونکي ژمي کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره‎ د لازمو مرستو له چمتوالي خبر ورکوي او وايي، ‎د هرات زلزله‌ځپلو او له پاکستانه په زور ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم لازمې مرستې وېشلې دي.

د افغاني سره میاشت ټولنه چې په ۱۳۱۳ هـ.ش کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

د دې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د ژمي په درشل کې په مرکز او ولایتونو کې له طبیعي او غیرطبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې په موخه خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه جامې، خېمې، کمپلې او نور چمتو کوي او د اړتیا پر مهال پر زیانمنو وېشي.

هغه څرګنده کړه چې دې ټولنې سږ کال د طبیعې او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو ته په هر ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړې او کله چې په یو ولایت ډېرې طبیعي پېښې کېږي، اړمنو ته مرستې استوي.

هغه وویل چې سږ کال یې په هرات کې د زلزلې له امله له زیانمنو شوو او له پاکستان په زرو را ایستل شوو افغانانو سره هم لازمې مرستې کړې دي.

د هغه په خبره، په هرات ولایت کې یې له څه باندې ۱۸ زره زلزله‌ځپلو کورنیو سره د روغتیايي مرستو ترڅنګ، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې هم کړې دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په هرات کې له زلزله‎ځپلو سره یوه اندازې مرستې د همدې ټولنې او نورې د مرستندویو خیریه بنسټونو له لوري شوې او لا هم دوام لري.

دغه راز سرچینې زیاته کړه چې له پاکستان په زور را ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم مرستې چمتو کړې و وېشلې دي.

شرف‌زوی وايي، په ټولو ولایتونو کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ته لارښوونه شوې چې اړوندو ولایتونو ته له پاکستانه د ورتلونو کډوالو لپاره لنډمهاله کمپونه جوړ او خدمتونه ورته وړاندې کړي.

هغه په ډاګه کړه چې یوازې په توخم ښارګوټي کې یې له پاکستانه د ‎اخراج شوو څه باندې ۱۰ زره افغان کډوالو لپاره د نورو مرستو ترڅنګ، روغتیايي خدمات هم وړاندې کړي دي.

هغه له ملي او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې خپلې مرستې په ژمي کې د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو مخکې دغه ټولنې ته وسپاري، څو په وخت سره اړمنو ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان یو غرنی او تل له طبیعي پېښو سره مخ هېواد دی چې د طبیعي پېښو ډېرېدل د دې لامل شوي چې په ځینو مواردو کې اړمنو ته مرستې په وخت ونه رسېږي.

دغه راز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي الیاس ناصري وویل چې د طبیعي پېښو لپاره مخکې له مخکې تدابیر نیول شوي دي.

هغه وايي چې شاوخوا ۱۵ قلمه خوراکي توکي، فرشونه، خېمې، ترپالونه او ۱۳ قلمه د پخلنځي وسایل یې چمتو کړي دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «کافي بودجه شته او بې‌پرسته او اړمنو، کونډو، یتیمانو او معیوبینو لپاره مو د ډبرو سکاره، د سون لرګي او نور د اړتیا وړ توکي پېرلي دي، الحمدالله سږ کال مو د هېواد په ټولو ولایتونو کې خوراکي توکي، جامې او نغدې پیسې هم وېشلې او دا لړۍ دوام لري.»

هغه هم له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له دې ټولنې سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.