Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې ضحاک تاریخي ښار ترمیم شو

بامیان (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د ضحاک ښار چې د دغه ولایت یو له اتو لرغونو سیمو دی او د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي سازمان کې ثبت هم دی، د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفي‌الله رائد پژواک خبري اژانس ته وویل د ضحاک تاریخي ښار د ۴۲ زره ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په مالي ملاتړ د «ګلوریا» شرکت له خوا مرمت شو.

نوموړي وویل چې د ضحاک ښار د مرمتکارۍ پروژې دوه میاشتې وخت ونیو چې نن یې چارې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه، دغه ښار چې مخینه یې پنځمې او نهمې پېړۍ ته ورګرځي، ډېرې مرمتکارۍ ته اړتیا لري څو د هغه ډېرې برخې ترمیم شي.

دغه راز د ګلوریا شرکت مسوول محمدحلیم وویل چې د دغه ښار په مرمت شوو ځایونو کې عمومي لارې، د ساتنې برجونه او د دغه ښار ځینې نورې سیمې شاملې دي.

د هغه په خبره، د لرغونپوهانو او متخصصینو له خوا د ترسره شوې سروې له مخې، د دغه ښار په ودانۍ کې چې کوم توکي کارول شوي لکه چونه، ډبرې، خښتې او نور، له همدې سیمې څخه دي څو د هغه لرغونتیا به ښه توګه وساتل شي.

په ورته وخت کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغه لرغوني ښار د ترمیم هرکلی وکړ، ویې ویل چې د یاد ولایت ځایي اداره د داسې پرواګرمونو له تطبیق څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د پروژو او موسسو بشپړ امنیت تامین شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.