ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د ۱۶ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

د بدخشان د ۱۶ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
28 Nov 2023 - 18:03
د بدخشان د ۱۶ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
28 Nov 2023 - 18:03

فیض‌اباد (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د بدخشان د سرحدي او لرې‌ پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت د مخابراتو ریاست وايي، د انټرنېټي او مکالماتي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له ۳۰ ډېرې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

د بدخشان د تشکان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخابراتي شبکو د فعالیت نشتوالی په دې ولسوالۍ کې یوه جدي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه: «ملګرو سره اړیکو نیولو لپاره اړ یو چې په ساعتونو پلې مزل وکو او یا هم غره ته وخېژو، څو اړیکه ونیولای شو او خپله ستونزه حل کړو.»

د درایم، تشکان، زیباک، یمګان، اشکاشم، واخان، شغنان، مایمي، نسي، شکي، کوف‌اب، خواهان، کوهستان، یاوان، راغستان او شهر بزرګ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو سیمو د مخابراتو برخې د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه ولایت د شکي ولسوالۍ اوسېدونکی دادخدا، د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې چې له کلونو راهیسې ورسره مخ دي، ګام پورته کړي؛ ځکه د هغه په خبره، کلونه کېږي چې د تاجکستان هېواد له سیمکارټونو ګټه اخلي او په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د مایمي درواز ولسوالۍ اوسېدونکی محمدفاروق وایي، دې ولسوالۍ ته هیڅ ډول انټرنېټي خدمتونه نه دي برابر شوي او د سیمې په ډېرو محدودو ساحو کې په ډېرې سختۍ سره غږېزه اړیکه ټینګولای شي.

هغه په داسې حال کې چې وايي، اوس نړۍ ټکنالوجۍ ته لاسرسی پیدا کړی، انټرنېټي او غږیزو شبکو ته لاسرسی د خلکو لومړیتوب دی، له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د تشکان ولسوال مولوي محمدنوري وايي، په دې ولسوالۍ کې یو شمېر پراختیایي پروژې پلې شوې خو د ولسوالۍ اوسېدونکي سړک، ښوونځي او کلینیک ته د اړتیا ترڅنګ مخابراتي شبکو ته هم اړتیا لري.

بلخوا، د بدخشان د مخابراتو رییس قاري عبدالناصر مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د سرحدي ولسوالیو او ځینو مرکزي ولسوالیو د اوسېدونکو د نه لاسرسي ستونزې مني، وايي چې له تېرو وختونو راهیسې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د نه شتون له امله خلک ستونزې لري.

خو هغه وویل چې په روان کال کې یاد ولایت کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په برخه کې ۳۰ پروژې د پلې کېدو په حال کې دي چې چارې یې له ۵۰ سلنه ډېرې مخ ته تللې دي.

د بدخشان د مخابراتو رییس زیاته کړه چې د یادو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل د دغه ولایت اقلیم پورې اړه لري او احتمال شته د را روان کال تر نیمايي پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هغه په وینا، د مخابراتو ریاست د خلکو غوښتونو او وړانديزونو پر اساس په دریام، تشکان، وردوج، راغستان، یفتل پایان او زیباک ولسوالیو کې شپږ پروژې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري پلې کوي چې له مخې به یې «3G» انټرنېټي خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي وویل چې په اشکاشم، واخان، شغنان، نسي، شکي، خواهان، کوف‌اب، مایمي درواز او نورو لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۸ نورې پروژې د افغان تیلي‌کام مخابراتي شرکت له لوري د پلې کېدو په حال کې دي.

هغه د یادو پروژو د ټولیز لګښت په اړه څه ونه ویل، خو زیاتوي چې پر هره پروژه به ۱۶۰ زره ډالر لګښت راشي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.